# hr/ted2020-1666.xml.gz
# ps/ted2020-1666.xml.gz


(src)="1"> Kada sam imala 11 godina , sjećam se buđenja uz zvuk sreće jednoga jutra .
(trg)="1"> زه چي يوولس کلنه وم ، زما په یاد دي چې یوه ورځ پخپل کور کې د خوشالۍ پر غږونو را و ویښه شوم .

(src)="2"> Moj otac je slušao vijesti BBC-a na svom malom , sivom radiju .
(trg)="2"> زما پلار د بي بي سي خبرونه اورېدل له خپلې وړوکې ، خړې رېډيو څخه

(src)="3"> Na njegovom je licu bio veliki smiješak , što je tada bilo neobično , jer su ga vijesti uglavnom deprimirale .
(trg)="3"> د هغه په مخ پراخه موسکا وه چې هغه وختونو کې یوه غېرمعمولي خبره وه ، ځکه چې خبرونو به هغه اکثره وخت خپه کاوه .

(src)="4"> " Talibani su otišli ! " otac je povikao .
(trg)="4"> " طالبان لاړل . " زما پلار په چيغه ووېل .

(src)="5"> Nisam znala što to znači , ali mogla sam vidjeti da je moj otac vrlo , vrlo sretan .
(trg)="5"> زه د دې خبرې په مانا نه پوهېدم ، خو ما لیدل چې پلار مې ډېر زیات خوشاله و .

(src)="6"> " Sada možeš ići u pravu školu " , rekao je .
(trg)="6"> هغه وويل : " ته اوس سم ښوونځي ته تللاى شې . "

(src)="7"> Jutro koje nikada neću zaboraviti .
(trg)="7"> هغه سهار به مې کله هم هېر نه شي .

(src)="8"> Prava škola .
(trg)="8"> سم ښوونځي .

(src)="9"> Vidite , ja sam imala 6 godina kada su Talibani preuzeli Afganistan i učinili ilegalnim da djevojke pohađaju školu .
(trg)="9"> زه شپږکلنه وم ، چې طالبانو افغانستان ونیو او د جینکو تعلیم يې غېرقانوني وګرځاوه

(src)="10"> Tako sam se sljedećih pet godina odjevala kao dječak kako bih pratila svoju stariju sestru , kojoj nije više bilo dozvoljeno biti samoj vani , u tajnu školu .
(trg)="10"> نو تر راتلونکو پينځو کالونو پورې به زه د هلکانو په جامو کې له خپلې مشرې خور سره ، چې هغې ته اوس د کور نه د وتلو اجازه نه وه ، یوه پټ ښوونځي ته تلم .

(src)="11"> To je bio jedini način kako bismo se obje mogle obrazovati .
(trg)="11"> يواځې همدا طریقه وه چې موږ زدکړې ترلاسه کولاى شوې .

(src)="12"> Svakim danom smo išle drugim putem kako nitko ne bi posumnjao kamo idemo .
(trg)="12"> موږ به هره ورځ په یوه بله لاره تللو چې څوک شک ونه کړي چې موږ چېرې تللو .

(src)="13"> Skrivale smo knjige u vrećicama za kupovinu , da bi izgledalo kao da smo odlazile u kupovinu .
(trg)="13"> موږ به خپل کتابونه د سودا په کڅوړو کې پټول نو داسې به ښکارېده چي ګواکې موږ د سودا لپاره روانې یو .

(src)="14"> Škola je bila u kući , više od stotine nas bilo je smješteno u maloj dnevnoj sobi .
(trg)="14"> ښوونځی په یوه کور کې و ، شاوخوا سل جينکۍ به په یوې کوټې ورننوتې وو .

(src)="15"> Bilo je ugodno tijekom zime , ali užasno vruće tijekom ljeta .
(trg)="15"> په ژمي به هغه ځای تود و خو په اوړي به ډېر زیات ګرم و .

(src)="16"> Svi smo znali da riskiramo svoje živote -- učitelji , učenici i naši roditelji .
(trg)="16"> موږ ټول پوهېدو چې خپل ژوند مو په خطر کې اچولى که استاذان وو ، که زده کوونکې او که ميندې پلرونه وو .

(src)="17"> S vremena na vrijeme škola bi bila otkazana tjedan dana jer su talibani bili sumnjičavi .
(trg)="17"> وخت په وخت به مو ښوونځى ناڅاپه تر یوې اوونۍ بند کړل شو ځکه چې طالبان پرې شکمن شوي وو .

(src)="18"> Uvijek smo se pitali što znaju o nama .
(trg)="18"> موږ به تل حيرانې وو چې دوى په موږ څه خبر شول .

(src)="19"> Jesu li nas slijedili ?
(trg)="19"> آیا دوى موږ تعقیبوي ؟

(src)="20"> Znaju li gdje živimo ?
(trg)="20"> آیا دوى خبر دي چې موږ چېرې اوسېږو ؟

(src)="21"> Bili smo uplašeni , ali svejedno , škola je bila mjesto gdje smo željeli biti .
(trg)="21"> موږ به وېرېدلو خو بیا هم ښوونځی هملته و ، چې موږ ورتلل غوښتل .

(src)="22"> Imala sam sreće što sam odrasla u obitelji gdje je obrazovanje bilo cijenjeno i gdje su kćeri bile dragocjene .
(trg)="22"> زه بختوره يم چي په داسې کورنۍ کې لويه شوې یم چې د تعلیم قدر پکې کېده او لوڼه پکې نازول کېدې .

(src)="23"> Moj je djed u svoje vrijem bio izvanredan čovjek .
(trg)="23"> زما نیکه د خپل وخت یو غيرعادي سړی و .

(src)="24"> Posve svojeglav iz udaljene provincije Afganistana , zahtjevao je da njegova kćer , moja majka , ide u školu i zbog toga ga se njegov otac odrekao .
(trg)="24"> هغه د افغانستان د یوه لرې ولایت یو بیخي بېکسه سړى و هغه به ټینګار کاوه چې د هغه لور ، زما مور بايد ښوونځي ته ځي ، ځکه هغه خپل پلار له ځانه پردى کړی و .

(src)="25"> Moja obrazovana majka postala je učiteljica .
(trg)="25"> خو زما تعلیم یافته مور ښوونکې شوه

(src)="26"> Tamo je .
(trg)="26"> وګورئ ! هاغه ده

(src)="27"> Otišla je u mirovinu prije dvije godine , samo kako bi našu kuću pretvorila u školu za djevojke i žene iz našeg susjedstva .
(trg)="27"> هغه دوه کاله مخکې تقاعد ( ریټایر ) شوه يواځې د دې لپاره چې زموږ کور د ګاونډ د جینکو او ښځو لپاره په ښوونځي بدل کړي

(src)="28"> A moj otac -- ovo je on -- bio je prvi u svojoj obitelji koji je stekao obrazovanje .
(trg)="28"> او زما پلار – ګورئ دغه دى هغه پخپله کورنۍ کې لومړی کس و چې زدکړې يې کړې وې

(src)="29"> Nije bilo upitno hoće li njegova djeca steći obrazovanje , uključujući njegove kćeri , unatoč talibanima , unatoč riziku .
(trg)="29"> دا خبره یقیني وه چې د هغه بچیان به تعلیمونه کوي ، د لوڼو په ګډون برسېره پر دې چي طالبان وو او خطرونه وو

(src)="30"> Za njega je veći rizik bio ne obrazovati svoju djecu .
(trg)="30"> هغه خپلو بچو ته په تعلیم نه ورکولو کې زیات خطرونه ليدل

(src)="31"> Tijekom vladavine talibana , sjećam se bilo je trenutaka kada bih bila toliko frustrirana našim životima i uvijek bih bila uplašena i nisam vidjela budućnost .
(trg)="31"> د طالبانو په وخت کې ، زما په یاد دي زه به کله کله له ژونده ډېره ناهيلې شوم او زه به تل ډېره وېرېدم او ما خپل راتلونکى نه لیده

(src)="32"> Željela sam odustati , ali moj otac , znao je reći , " Slušaj , kćeri , možeš izgubiti sve u svome životu .
(trg)="32"> ما به غوښتل چي ښوونځی پرېږدم خو ، زما پلار هغه به ويل - واوره ، زما لورکۍ تا نه د ژوند هر یو څیز ورکېدای شي .

(src)="33.1"> Tvoj novac može biti ukraden .
(src)="33.2"> Možeš biti prisiljena napustiti svoj dom tijekom rata .
(trg)="33"> ستا پېسې غلا کېداى شي . چې جنګ شي نو کور پرېښودو ته مجبوره کېداى شې

(src)="34"> Ali samo jedna stvar koja uvijek ostaje s tobom je ono što je ovdje , i ako moramo prodati našu krvu kako bismo platili tvoju školarinu , to ćemo i učiniti .
(trg)="34"> خو هغه یو څیز چې تل به له تا سره وي هغه دلته دی او که د ستا د ښوونځي د فیس ورکولو لپاره موږ د خپلې وینې خرڅولو ته هم اړ شو موږ به يې خرڅه کړو

(src)="35"> Dakle , da li i dalje ne želiš nastaviti ? "
(trg)="35"> نو اوس هم ته نه غواړې تعلیم ته دوام ورکړې ؟

(src)="36"> Danas imam 22 godine .
(trg)="36"> نن زه دوه ويشت کلنه يم

(src)="37"> odgojena sam u zemlji koja je uništena desetljećima rata .
(trg)="37"> زه په یوه داسې هېواد کې را لویه شوې یم چې د لسیزو اوږدو جګړو تباه کړی دی

(src)="38"> Manje od šest posto žena moje dobi su nastavile nakon srednje škole i da moja obitelj nije bila toliko odana mom obrazovanju , bila bih jedna od njih .
(trg)="38"> زما په همځولو کې تر شپږ فيصده کمې جینکۍ تر عالي لیسې وړاندې نه دي تللې او که زما کورنۍ پر تعلیم کلکه نه واى درېدلې زه به اوس د هغوى په شان وم

(src)="39"> Umjesto toga , stojim ovdje ponosna što sam diplomirala na Middlebury fakultetu .
(trg)="39"> خو برعکس ، زه دلته د ميډلبري کالج د فارغې په توګه په ویاړ ولاړه یم

(src)="40"> ( Pljesak ) Kada sam se vratila u Afganistan , moj djed , koji je bio prognan iz svog doma jer je usudio obrazovati svoje kćeri , bio je među prvima koji su mi čestitali .
(trg)="40"> ( د ستاينې چکچکې ) زه چې افغانستان ته ستنه شوم زما نیکه ، هغه سړی چې د خپلو لوڼو د تعلیم يافته کولو په جرم له خپل کوره شړل شوی و لومړى کس و ، چې ما ته يې مبارکي وويله

(src)="41"> Ne samo da je ponosan na moju diplomu , nego i na to što sam prva žena , a i jesam prva žena koja ga je vozila ulicama Kabula .
(trg)="41"> هغه نه یواځې زما د کالج ډګري په وياړ وستايله بلکې دا هم چې زه لومړۍ جینۍ وم چې داسې ډګري مي اخيستې او دا هم چې زه لومړۍ جینۍ یم چې هغه مي د کابل په کوڅو کې په موټر کې وګرځاوه ، چې ما چلاوه

(src)="42"> ( Pljesak ) Moja obitelj vjeruje u mene .
(trg)="42"> ( د ستاينې چکچې ) زما کورنۍ پر ما باور لري

(src)="43"> Imam velike snove , ali moja obitelj ima još veće snove za mene .
(trg)="43"> زه لوی خوبونه وینم ، خو زما کورنۍ زما لپاره تر ما هم ستر خوبونه ویني

(src)="44"> To je razlog zašto sam globalni ambasador 10x10 , globalnog kampanje za obrazovanje žena .
(trg)="44"> ځکه خو د ۱۰ × ۱۰ لپاره نړېواله سفیره یم چې د ښځو د تعلیم لپاره نړېواله مبارزه ده

(src)="45"> Zbog toga sam osnovala SOLA-u , prvi i vjerojatno jedini internat za djevojke u Afganistanu , zemlji gdje je još uvijek riskantno da djevojke idu u školu .
(trg)="45"> ځکه خو ما د ( سولې ) بنسټ کښېښود چې په افغانستان کې لومړنى او شاید یواځینى د جینکو ښوونځی دی چې استوګنځای هم لري په داسې يوه هېواد کې چې اوس هم د جینکو د زدکړو لپاره خوندي نه دی

(src)="46"> Uzbudljivo je to što vidim učenike u svojoj školi s ambicijom da ugrabe priliku .
(trg)="46"> ډېره خوشالوونکې خبره دا ده چې زه پخپل ښوونځي کې داسې زده کوونکې وینم چې په ډېر همت سره له هرې موقعې ګټه اخلي

(src)="47"> I vidim njihove roditelje i očeve koji , poput mojih , navijaju za njih unatoč , pa čak i protivno obeshrabrujućoj oporbi .
(trg)="47"> او زه د هغوى ميندې پلرونه وینم په خاصه توګه پلرونه ، چې زما د پلار په شان پر سختو مخالفتونو برسېره ، د خپلو لوڼو ملاتړ کوي

(src)="48.1"> Kao Ahmed .
(src)="48.2"> To nije njegovo pravo ime i ne mogu pokazati njegovo lice , ali Ahmed je otac jedne od mojih učenica .
(trg)="48"> د مثال په توګه احمد : دا د هغه اصل نوم نه دی او زه نه شم کولای د هغه څېره تاسو ته وښيم خو احمد زما د يوې شاګردې پلار دی

(src)="49"> Prije manje od mjesec dana on i njegova kćer su bili na putu iz SOLA-e prema svome selu i doslovno su izbjegli smrt bombom koja je bila na putu .
(trg)="49"> تر یوې میاشتې کم وخت مخکې ، دوى له ( سوله ) ښوونځي خپل کلي ته روان وو او د سړک پر غاړه له ښخ شوي بم نه یو څو مينټه لرې وو ، چې هغه و چاودېد

(src)="50.1"> Nakon što je stigao doma , telefon je zazvonio .
(src)="50.2"> Glas ga je upozorio da ako pošalje kćer ponovo u školu , pokušat će ponovno .
(trg)="50"> احمد چي کور ته ورسېد ، ټيليفون ورته راغی يو کس غږېده ، چې هغه ته يې اخطار ورکاوه چې که خپله لور يې بیا ښوونځي ته واستوله نو دوى به بل برید پرې وکړي

(src)="51"> " Ubij me odmah , ako želiš " , rekao je , " ali neću upropastiti budućnost svoje kćeri zbog vaših starih i zaostalih ideja . "
(trg)="51"> هغه ورته وويل : " که غواړې ، اوس مې و وژنه خو زه د خپلې لور راتلونکى نه شم خرابولاى ستاسو په زړو او تيارو فکرونو

(src)="52"> Počela sam shvaćati u vezi s Afganistanom nešto što je često odbačeno na Istoku , da je iza nas koji smo uspjeli otac koji prepoznaje vrijednosti svoje kćeri i koji vidi da je njezin uspjeh njegov uspjeh .
(trg)="52"> د افغانستان په اړه چي زه پوهه شوې یم هغه څه دي چي په غرب کې اکثر له پامه غورځول کیږي په موږ کې اکثره جینکۍ چې بریالۍ شوې دا د پلرونو برکت دي ځکه پلرونه دا مني ، چي لوڼې هم قدر لري او د هغوي بریا خپله بریا ګڼي

(src)="53"> To ne znači da majke nisu ključ našeg uspjeha .
(trg)="53"> زه دا نه وايم چې زموږ ميندې زموږ په بریا کې هېڅ رول نه لري

(src)="54"> Zapravo , oni su često prvi i uvjerljivi pregovarači svijetle budućnosti njihovih kćeri , ali u kontekstu društva kakvo je u Afganistanu , moramo imati potporu muškaraca .
(trg)="54"> په حقیقت ، اکثر ميندې وي چې د لور د ځلانده اینده لپاره لومړۍ خبره وړاندې کوي او په نورو يې مني خو د افغانستان په شان يوه ټولنه کې موږ بايد د سړيو ملاتړ و لرو

(src)="55"> Pod talibanima , djevojke koje su išle u školu što je izraženo u stotinama -- zapamtite , išle su ilegalno .
(trg)="55"> د طالبانو په حکومت کې ښوونځو ته د تلونکو جینکو شمېر په سلګونو وو په یاد ولرئ ، د جینکو زدکړې غيرقانوني وې

(src)="56"> Ali danas više od tri miliijuna djevojaka pohađa školu u Afganistanu .
(trg)="56"> خو نن ، په افغانستان کې تر درې میلیونه زیاتې جینکۍ په ښوونځیو کې دي

(src)="57"> ( Pljesak ) Afganistan izgleda toliko drukčije gledajući ga iz Amerike .
(trg)="57"> ( چکچکې ) افغانستان دلته له امریکې ډېر بل ډول ښکاري

(src)="58"> Smatram da Amerikanci vide krhost u promjenama .
(trg)="58"> زه اورم ، امریکایان دا بدلونونه کلک نه ګڼي

(src)="59"> Bojim se da te promjene neće trajati dugo nakon povlačenja američkih trupa .
(trg)="59"> زه وېرېږم چې دا بدلونونه به د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته زیات وخت دوام و نه لري

(src)="60"> Ali kada sam u Afganistanu , kada vidim učenike u svojoj školi i njihove roditelje koji ih podržavaju , koji ih ohrabljuju , vidim obećanu budućnost i promjene koje traju .
(trg)="60"> خو کله چې زه بيرته افغانستان ته لاړه شم کله چي د خپل ښوونځي زده کوونکې ووینم او د هغوى ميندې پلرونه چې د هغوى ملاتړ کوي هغوى ته حوصله ورکوي ، نو يو هيله من سباوون او دوام لرونکي بدلونونه وینم

(src)="61"> Za mene , Afganistan je zemlja nade i neograničenih mogućnosti , i svaki dan djevojke iz SOLA-e me na to podsjećaju .
(trg)="61"> زما لپاره افغانستان له هیلو او لامحدوده امکاناتو ډک هېواد دی او هره ورځ د ( سوله ) ښوونځي جینکۍ ما ته دا خبره کوي

(src)="62"> Kao i ja , imaju velike snove .
(trg)="62"> چې زما غوندې هغوى هم لوی خوبونه ویني

(src)="63"> Hvala vam .
(trg)="63"> مننه .

(src)="64"> ( Pljesak )
(trg)="64"> ( د ستاينې چکچکې )

# hr/ted2020-1912.xml.gz
# ps/ted2020-1912.xml.gz


(src)="1"> Joe Kowan : Imam strah od javnih nastupa .
(trg)="1"> جوکوان : زه په سټېج خبرو کولو نه یرېږم .

(src)="2"> Uvijek sam imao strah od javnih nastupa i to ne malen strah , već veliki strah .
(trg)="2"> زه تل په سټېج د خبرو کولو نه یرېدلی یم ، او لږ هم نه ، بلکې ډېر . ډېر زیات .

(src)="3"> I to nije uopće bilo bitno do moje 27 . godine .
(trg)="3"> خو دا ستونزه زما د ۲۷ م کال پوری دومره مهمه نه وه .

(src)="4"> Tada sam počeo pisati pjesme , i čak tada sam ih svirao samo za sebe .
(trg)="4"> دا هغه عمر و چې ما سندرې لیکل شورو کړل ، او هغه وخت هم به ما دا سندرې یواځې وېلې .

(src)="5"> Bilo bi mi neugodno i već kad bih znao da su moji cimeri u kući .
(trg)="5"> صرف چې د دېرې ملګرې به هم کور کې وو ، ما به د نارامۍ احساس درلودو .

(src)="6"> Ali nakon par godina , samo pisanje pjesama nije bilo dovoljno .
(trg)="6"> خو دوه کاله پس ، صرف سندرې لیکل پوره نه وو .

(src)="7"> Imao sam te priče i ideje , i želio sam ih podijeliti s ljudima , ali psihološki , nisam to mogao učiniti .
(trg)="7"> زما په ذهن کې ډېر داسې خیالونه او کیسې وې چې ما غوښتل خلکو سره يې شریکې کړم خو د بدن غړو مې مرسته نه راسره کوله نو دا کار نه رانه کېدو .

(src)="8"> Imao sam taj iracionalni strah .
(trg)="8"> ما داسې یوه بې دلیله یره لرله .

(src)="9"> Što sam više pisao i što sam više vježbao , više sam želio nastupati .
(trg)="9"> خو ما به چې څومره زیات لیکل ، او چې څومره زیات مشق به مې کولو ، هغومره زیات به مې زړه غوښتل چې خلکو په مخکې د خپل هنر مظاهره وکړم .

(src)="10"> Dakle , u tjednu mog tridesetog rođendana odlučio sam otići na lokalni otvoreni mikrofon i ostaviti taj strah iza sebe .
(trg)="10"> نو زما د ۳۰ مې کلیزې په اوونۍ کې ، ما فېصله وکړه چې ځایي خلاص مائیک ته به ورځم چې هر څوک ورکې څه وېلی شي ، او دا یره به شا ته پرېږدم .

(src)="11"> Pa , kad sam stigao ondje , bilo je puno .
(trg)="11"> چې کله هلته ورسېدم ، هغه ځای د خلکو نه ډک و .

(src)="12"> Bilo je dvadesetak ljudi ondje .
(trg)="12"> هلته تقریبا ۲۰ کسان ناست وو .

(src)="13"> ( Smijeh ) I izgledali su ljuto .
(trg)="13"> ( خندا ) او ټول په قهر ښکارېدل .

(src)="14"> Ali udahnuo sam duboko i prijavio se za sviranje , i osjećao sam se poprilično dobro .
(trg)="14"> خو ما یوه ژوره ساه واخېسته ، او سندره غږولو له پاره مې خپل نوم ورثبت کړو ، او په زړه کې خوشاله شانتې شوم .

(src)="15"> Poprilično dobro do otprilike deset minuta prije nego što je došao red na mene , kada mi se cijelo tijelo pobunilo i preplavio me val anksioznosti .
(trg)="15"> ، ډېر خوشاله شوم ، خو چې زما نوبت راتلو ته ۱۰ منټه پاتې شول زما د خوشالۍ احساس ورک شو رانه ، زما ټول بدن راځنې یاغي شو ، زما په ټول وجود د اندېښنې یوه څپه راغله .

(src)="16"> Kada osjetiš strah , tvoj simpatički živčani sustav proradi .
(trg)="16"> اوس نو خبره داسې ده ، چې کله تاسو یره محسوسوئ ، اعصابي نظام تیښتې یا جنګ ته راوپارېږي .

(src)="17"> Osjetiš nalet adrenalina , puls ti se poveća , disanje ti se ubrza .
(trg)="17"> فشار زیاتېدو د وجې بدن کې د آډرنالن هارمون راخلاص شي ، د زړه درزا زیاته شي ، ساه وخیژي .

(src)="18.1"> Sljedeće , tvoj nebitni sistemi se počnu gasiti , poput probave .
(src)="18.2"> ( Smijeh ) Pa ti se usta počnu sušiti , krv ti se počne preusmjeravati iz ekstremiteta i prsti ti više ne rade .
(trg)="18"> بیا د بدن نااړین سسټمونه لکه هاضمه په بندېدو شي . ( خندا ) نو خله په وچېدو شي ، او د بدن لېرې پرتو ځایونو نه وینه په راغونډېدو شي ، او نو بیا گوتې کار پرېږدي .

(src)="19.1"> Zjenice ti se prošire , mišići ti se stegnu , tvoje Spiderman osjetilo zabruji , u osnovi ti cijelo tijelo postane spremno za uzbunu .
(src)="19.2"> Takvo stanje nije pogodno za izvođenje folk glazbe .
(trg)="19"> د سترگو کسې په غځېدو شي ، غړي په راټولېدو شي ، بدن میږي میږي شي ، که رښتیا ووایم نو زمونږ بدن په بغاوت کې خوشاله وي . ( خندا ) فولکلوري ټنگ ټکور له پاره دا حالت بیخي ناسم دی .

(src)="20"> ( Smijeh ) Mislim , tvoj živčani sustav je idiot .
(trg)="20"> ( خندا ) زه وایم زمونږ اعصابي نظام اوس هم بېوقوف دی .

(src)="21.1"> Stvarno ?
(src)="21.2"> Dvije stotine tisuća godina ljudske evolucije , i još uvijek ne može razlikovati sabljastozubog tigra i dvadeset folk pjevača na večeri otvorenog mikrofona utorkom ?
(trg)="21"> رښتیا کنه ؟ د ارتقا دوه لکه کاله ووتل ، خو دا اعصابي اوس د چاړه عاښی زمري او شل فولکلوري سندرغاړو په مېنځ کې فرق نشي کولی چې د نهې په ورځ د خلاص مائیک په پروګرام کې راټول شوي وي ؟

(src)="22"> ( Smijeh ) Nikad nisam bio toliko prestravljen -- dosad .
(trg)="22"> ( خندا ) زه هغې وخت نه پس دومره زیات کله هم نه یم یرېدلی – نن وخت پورې .

(src)="23"> ( Smijeh i navijanje ) Tada je došao red na mene , i nekako se popnem na pozornicu , počnem svoju pjesmu , otvorim usta da otpjevam prvi stih i ovaj potpuno jezovit vibrato -- znate , kad ti glas zatreperi -- počne izlaziti .
(trg)="23"> ( خندا او د لاسونو پړکا ) نو بیا زما نوبت راغی ، او څه نه څه ځان سټېج ته وروسوم . اوس زه خپله سندره شورو کوم ، ، زه لومړی کرښه وېلو له پاره خله وازه کوم ، او زما خلې نه یو وېبراټو غږ ووځي -- -- تاسو پوهېږئ کنه ، کله چې د ستاسو غږ رپیږي

(src)="24.1"> To nije dobra vrsta vibrata , kakav ima operni pjevač .
(src)="24.2"> Ovo je samo moje cijelo tijelo u grčevima od straha .
(trg)="24"> دا هغه د اوپرا سندرو خوږ قسم رپېدونکی غږ نه وي ، دا زما بدن وي چې له سره تر پښو د یرې د وجې ښوریږي .

(src)="25"> To je noćna mora .
(trg)="25"> لکه چې په خوب کې خپسۍ نیولی وم .

(src)="26"> Sramota me , publici je očito neugodno , i usredotočeni su na moju neugodu .
(trg)="26"> زه پیکا شم ، او ښکاره وینم چې ناست کسان هم ډېر ناارامه شان شول ، د هغوئ توجه زما په ناارامۍ مرکوزه ده .

(src)="27"> Bilo je jako loše .
(trg)="27"> بیخې بد حال مې و .

(src)="28"> Ali to je bilo moje prvo pravo iskustvo kao kantautora ,
(trg)="28"> خو د سندرو لیکوال او ویونکي په توگه دا زما لومړی تجربه وه .

(src)="29"> I nešto dobro se dogodilo -- imao sam najmanji mali uvid u onu povezanost s publikom kojoj sam se nadao .
(trg)="29"> او څه ښه ترې ضرور را ووتل -- ما یو ډېر تت شان څرک ولیدو اورېدونکو سره د هغه تعلق چې ما يې هیله لرله .

(src)="30"> Želio sam još ali sam znao da moram nadići tu nervozu .
(trg)="30"> او زه ورله نور وږی شوم . زه پوهېدم چې دغه شان یرې نه به ځان خلاصول غواړي .

(src)="31"> Tu noć sam si nešto obećao : da ću se vraćati svaki tjedan sve dok ne budem više nervozan .
(trg)="31"> هغه شپې مې ځان سره هوډ وکړو : زه به هره اوونۍ هلته ځم ، تر هغه وخت پورې تر څو چې زما دا یره له مېنځه لاړه نه وي .

(src)="32.1"> I jesam .
(src)="32.2"> Vraćao sam se svaki tjedan , i zaista , tjedan za tjednom nije bilo ništa bolje .
(src)="32.3"> Ista se stvar događala svaki tjedan .
(src)="32.4"> ( Smijeh ) Nisam se mogao toga otresti .
(trg)="32"> او ما هم داسې وکړل . زه هرې یوې اوونۍ هلته تلم ، او یقین سره وایم ، اوونۍ پسې اوونۍ ، زما حالت هېڅ نه ښه کېدو . هم هغه شان چل به راسره هره هفته کېدو . ( خندا ) ځان مې ترې نه شو خلاصولی .

(src)="33"> I tada sam dobio prosvjetljenje .
(trg)="33"> او دغه موقع وه چې یو الهامي خیال راغی .

(src)="34.1"> Sjećam ga se jako dobro jer ne dobivam često prosvjetljenja .
(src)="34.2"> ( Smijeh ) Samo sam morao napisati pjesmu o svojoj nervozi .
(trg)="34"> ځکه چې الهامونه ملهامونه دومره ډېر هم نه راته کیږي . ( خندا ) نور څه نه بس زما د یرې نه ګټه اخستو په موخه په دي عنوان یوه سندرې جوړول وو .

(src)="35"> To se čini autentičnim samo kad imam strah od nastupanja i što sam bio nervozniji to bi pjesma bila bolja .
(trg)="35"> وېل به يې هغه وخت پرځای وي چې کله زه د خلکو مخې ته راتلو نه ډېر یرېږم ، او چې څومره به یرېږم ، هغومره به دا سندره ښه وایم .

(src)="36.1"> Lako .
(src)="36.2"> Pa sam počeo pisati pjesmu o strahu od nastupanja .
(trg)="36"> کیسه اسانه شوه . نو د سټېج یرې په اړه مې یوه سندره لیکل شورو کړل .